IQNA

په کویت کې ؛بیت الحمد؛ قرآنی میوزیم  افتتاح شو

14:12 - March 05, 2024
د خبر لمبر: 3488827
ایکنا- په کویت کې د ؛بیت  الحمد ؛ په نامې سره قرآني میوزیم  د ده هیواد د اوقافو وزارت د دارالانشاء په ملاتړ سره او د قران او نبوي سنت د ټو لنې په ملګرتیا سره  د دغه هیواد د یوې ترټولو مهم قرآني پلان په توګه افتتاح شو.

ایکنانیوز د النبأ له قوله راپور راکړ،په کویت کې د  بیت الحمد نومې قرآنی میوزیم  ددغه هیواد  اوقافو وزارت د سکریټریټ په ملاتړ او د قرآڼ کریم د انجمن په ملګرتیا سره  ددغه هیواد د یوه ترټولو مهم پلان په توګه افتتاح شو.ددغه میوزیم مخ پرانیسته په فرورۍ میاشت کې ددې لپاره شوې ده چې د کویت زیاتره ملی جشنونه او مناسبتونه  په دغې میاشتې کې راځي.

 ددغه میوزیم د مخ  کتنې په دستورو کې ، د اوقافو د عمومی سکرټریټ  سرپرست ناصر الحمد،د قرآن کریم ، قرآنی علومو او د نبوي سنت د ټولنې مدیر فهد الدیحاني او همداراز د کویت د وقفی بسپنو د ادارې  مدیر مأرب یعقوب  هم شتون درلود.

 الدیحاني ، له دې مخکې د ؛بیت الحمد ؛  میوزیم  په کویت کې د کلتوري پراختیا یوه مهم ټکی بللی ؤ چې د کویت  تاریخي کوټو ته په پام سره پلان شوی دی.

الدیحاني ددې خبرې په کولو سره چې دغه میوزیم  د اسلام  له سرکینیو وختونو څخه تر اوسمهال دوران پورې  دقرآن کریم د تاریخ  د نمایش په  چورلیزتوب سره پرانیستل شوی دی، ووئیل،  دغه نمایشګاه، د قرآڼ د حفظ  او کتابت په زمینې کې  علمي اوهنري  اقدامات رابرسیره کړي او  له بل پلوه  د دغه مقدس کتاب په باب د  هیواد دعالمانو  خاصې بریاوې  د عامو خلکو  نندارې ته وړاندې  کوي.

 د کویت د قرآن  کریم ، قرآنی علومو او نبوي سنت د ټولنې مدیر  ووئيل،په دغه میوزیم کې پنځه اصلی هالونه ،یعنی د زده کړې ،سمي او بصری  ، ریستوران، اداری دفتر  او د خطي ،چاپی  مصحفونو  او د فیلم جوړونې  د برخې د ساتلو یوځانګړی هال پکې  شامل دي .

هغه ټولو شخصیّتونو، پوهنتونوالو ،روحانیونو ، طلبه ؤ، محصیلیونو او کارپيژاندو ته بلنه ورکړه څو  دغه میوزیم  وګوري.

https://iqna.ir/fa/news/4203227

captcha